د "مونوګراف لیکنې میتود" روزنیز ورکشاپ دایرول

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۸:۲۹
خبر

دوشنبه د ۱۱/۱۱ / ۱۴۴۵ هـ ق کال چې د ۳۱/ ۲ / ۱۴۰۳ ل نېټې سره سمون خوري د «مونوګراف لیکنې میتود» تر سرلیک لاندې یو ورځنی ورکشاپ چې د بلخ پوهنتون څېړنو او علمي مجلې مرستیال، د اړیکو او عامه پوهاوي آمر، د محصلانو چارو آمر، د محصلانو چارو د خدماتو انسجام آمر، د څېړنې او علمي مجلې د معاونیت کارکوونکي او د شرعیاتو، حقوقو او سیاسي علومو، ښوونې او روزنې او د ژبو او ادبیاتو پوهنځيو د څلورمو ټولګیو محصلانو ګډون درلود، د یاد پوهنتون د مرکزي ودانۍ په تالار کې وړاندې شو.

لومړی غونډه د اړیکو او عامه پوهاوي آمر ښاغلي مولوي سمیع الله بلخي له خوا د قرآن کریم څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره په رسمي ډول پیل شوه.

بیا، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې مرستیال د علومو ډاکټر ښاغلي پوهاند محمد طاهر طاهر د مونوګراف معیاري لیکلو د اړتیا او اهمیت په اړوند خبرې وکړې او د هغه په څېړنیزوالي او کاریال باندې یې ټینګار وکړ. همداراز، ښاغلی ډاکتر طاهر په خپلو خبرو کی وویل: د مونوګرافونو په لیکلو کی چی  څیړنیز میتودونه او معیارونه نه وی رعایت شوی، د هغو علمی ارزښت به تر پوښتنی لاندی راځی.

وروسته د غونډې د اجنډا مطابق د بلخ پوهنتون ښوونې او روزني پوهنځي محترم استاد پوهنمل ډاکټر شفیع الله سالک د ورکشاپ موضوع (د مونوګراف لیکنې میتود) وړاندې کړ. د ورکشاپ د کار په پای کی،  یو شمیر ګډونوالو محصلینو د موضوع په اړوند پوښتنی وکړی چی د

پریزینتشن د وړاندی کونکی له خوا ځواب شوی.

په پای کې ورکشاپ د تصدیق پانو په وېشلو او په خیریه دعا پای ته ورسید.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۶
Background image

بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت

چهارشنبه، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د روژې مبارکې میاشتې په لومړۍ نېټه، د بلخ پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت کې د نشراتو کمېټې غونډه ترسره شوه.

غونډه د قرآن عظیم‌الشان د مبارکو آیتونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۰:۱۳
Background image

په بلخ پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه د ۱۷ م شمېرې فرمان چې د خېښۍ، ودونو، مصیبتونو او همدا راز له حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو مخنوي په سرليک دی، د چاپ په ګاڼه سمبال شو!

چهارشنبه د روان ۱۴۴۷ ھ ق کال د رمضان مياشتې په لومړۍ نېټه په بلخ پوهنتون کې ياد فرمان د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د هدايت په اساس د سړو سيمو پوهنتونونو د درسونو پيل خبرتيا او د ازموينو مهالوېش!

لکه څرنګه چې د لوړو زده کړو وزارت محترمې ادارې په جریان کې دي، نږدې ده چې د امارتي لوړو زده کړو بنسټونو کې د درسونو د پیل وخت راورسېږي. له همدې امله د سړو سیمو ولایتونو کې د محصلانو د. . .

BACK TO NEWS