په بلخ پوهنتون کې څه باندې ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت د داخلي سړک درېیم فاز چارې پیل شوې!

ba_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۰:۴۶
خبر

د بلخ پوهنتون داخلي سړک درېیم فاز د جوړولو چارې د پوهنتون رهبرۍ په حضور کې، د ۲۳ میلیونه، ۱۵۲ زره او ۷۶۰ افغانیو په لګښت په رسمي ډول پیل شوې.

د یادې پروژې له مخې، د داخلي سړک درېیم فاز ۵۵۰ متره اوږدوالی او ۲۵ متره پلنوالی لري. په دې پروژه کې دوه‌اړخیز معیاري سړک په پام کې نیول شوی، چې د سړک د هرې برخې پلنوالی شپږ متره دی. چې د دواړو سړکونو ترمنځ منځنی ګلدان او د سړکونو دواړو غاړو ته د اوبو د لېږد لپاره ویالې او شنې ساحې په پام کې نيول شوې دي.

د دې پروژې په کړنلاره کې د سړک جوړونې ترڅنګ د پوهنتون محوطې د عمومي نظم، ښکلا، شنو ساحو پراختیا او د تګ‌راتګ د اسانتیاوو رامنځته کولو ته هم ځانګړې پاملرنه شوې ده، چې له بشپړېدو سره به یې د پوهنتون داخلي محوطې د ترانسپورتي او چاپېریالي وضعیت په ښه والي کې اغېز ولري.

د پروژې د پيل په مراسمو کې د بلخ پوهنتون رهبرۍ د سړک د ساختماني چارو د کیفیت، ټاکلي وخت، تخنیکي معیارونو او د پروژې کړنلارې مطابق د ټولو چارو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.

د يادونې وړ ده، چې په بلخ پوهنتون کې به د داخلي سړک  درېیم فاز په بشپړېدو سره به د پوهنتون د محوطې، د سړکونو د معیاري کولو برخه لا پراخه شي او د استادانو، کارکوونکو او محصلانو لپاره به د تګ‌راتګ په برخه کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.

هېره دې نه وي چې په بلخ پوهنتون کې د نوموړې پروژې مالي لګښت د لوړو زده کړو وزارت له عادي بودیجې څخه ورکول کېږي او د ساختماني چارو د پلي کولو مسؤولیت یې بلخ استانبول آسیا نړیوال ساختماني شرکت پر غاړه لري.

نېټه: سې شنبه
۱۴۴۸/۵/۲۲ ھ ق
۱۴۰۵/۸/۱۲ ھ ش

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۳:۴۶
Background image

تورنمنت مسابقه دوش ميان پوهنځی های شانزده گانه پوهنتون بلخ به پایان رسید.

مراسم اختتامیه تورنمنت دوش میان پوهنځی های شانزده گانه پوهنتون بلخ روز شنبه ۱۸ میزان ۱۴۰۵ ه ش برابر ۲۷ ربيع الثاني ۱۴۴۸ ه‍ ق با اشتراک  معاون صاحب مالی و اداری، معاون صاحب محصلان، امر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۷
Background image

اخذ امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر از پرسونل این پوهنتون!

طبق هدایت ریاست محترم دعوت و ارشاد امتحان قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر را از تمام استادان و کارکنان این پوهنتون اخذ نمود.
این امتحان درحال گرفته می‌شود که فرمان امر بالمعروف و نهی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۳
Background image

سیمینار اصلاحی پیرامون" تشریح قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر"برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ!

آمریت دعوت وارشاد پوهنتون بلخ جهت تطبیق بهتر قانون أمر بالمعروف و نهی عن المنکر و آگاهی محصلین از مطالب این قانون، قانون متذکره‌ را طی سیمینار اصلاحی برای محصلین لیلیه پوهنتون بلخ. . .

BACK TO NEWS