کتابتون آمریت د اړوندو کتابتونونو له مدیرانو سره د پسرلنی سمستر راپور اخستنې په موخه ناسته ترسره کړه.

ba_admin
Wed, Apr 29 2026 10:04 AM
خبر

سه شنبه د ۱۴۴۷ ھ ق د ذوالقعدی په ۱۱مه د کتابتون آمر مولوي سيدفرید سادات د پوهنځیو کتابتونونو له مدیرانو سره د مدیرانو سره د پسرلنی سمستر راپور اخستنې په موخه ناسته ترسره کړه.په ياده ناسته کې ښاغلي سادات ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د کتابتونونو اړوند د عدم مسئوليت فورم، د کتابتون غړيتوب کارت ويشنې، د ويشل شوو کتابونو ټولول، د کتابونو ترتیب و تنظيم ‌په اړه هر اړخيزه خبرې وکړې او له هغوی څخه یې په يادو برخو راپور وغوښت او ويې هڅول ترڅو چارو ته ځير او په پوره ډاډ يې پر مخ يوسي .ګډونوالو هم خپل راپورونه اوستونزې شریکې کړې او دهمکارۍ ډاډ يې ورکړ.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.