په بلخ پوهنتون کې د ليليې کمېټې شورا مياشتنۍ نوبتي ناسته ترسره شوه!

ba_admin
Sun, Apr 26 2026 10:07 AM
خبر

شنبه ۱۴۴۷ذوالقعدې مياشتې په ۸ مه بلخ پوهنتون کې د ليليې کمېټې مياشتنۍ نوبتي ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال په مشرۍ د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره پيل شوه.

د ناستې په پرانيستې وینا کې د بلخ پوهنتون مالي او اداري چارو مرستيال الحاج مولوي بخت محمد «مومن يار» ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ليليې اړوند ستونزو يادونه وکړه او د ليليې مدير ته يې سپارښتنه وکړه؛ ترڅو د ليليې چاپيريال پاکوالي، د قراردادي سره د توکو حسابونو تصفيې، د ليليې طرزالعمل ته په کتو د محصلانو دېره کول او په ليليه کې د محصلانو نظم او ديسیپلين ته جدي پاملرنه وکړي.

ورپسې د محصلانو چارو مرستيال ډاکټر ګل خان «نبي زاده» هم په خپله وينا کې د محصلانو نظم او ترتيب او سيرت او صورت اصلاح په اړه ټينګار وکړ.

د ناستې په پای کې د ليليې عمومي مدير هم ځينې ستونزې له مسوولينو سره شريکې کړې؛ ترڅو د حل لپاره يې اړين تدابير ونيول شي.


بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.