په بلخ پوهنتون کې د شريعت او صحت له نظره د «مخدره توکو زيانونو» په سرليک د شرعياتو او طب پوهنځیو په ګډې همغږۍ علمي کنفرانس داير شو!
پنجشنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د جماد الاول مياشتې په ۸مه، په بلخ پوهنتون کې د شريعت او صحت له نظره د مخدره توکو زيانونو اړوند د دغه پوهنتون شرعياتو او طب پوهنځیو په ګډې همغږۍ علمي کنفرانس داير شو، د ياد کنفرانس پيل د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.
د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنوال محمد کاظم «حکيمي» د «مخدره توکو زيانونو» په سرليک د خپلې پشپړې کړې مقالې معلومات له ګډونوالو سره شريک کړل، او ويې ويل چې په نشه روږدي خلک په ټولنه کې هيڅ باور نه لري او خپل باور د لاسه ورکوي.
ښاغلي پوهنوال د قران او احادیثو په رڼا کې زياته کړه:« هر هغه شی چې نشه راوړي، حرام دي»
د طب پوهنځي استاد ډاکټر پوهنيار اجمل «وفا» په خبرو کې وويل، د نشه يي توکو استعمال، د سړي حافظه له منځه وړي، او بېلابېلې رواني ناروغۍ رامنځته کوي.
دغه راز ښاغلي استاد زياته کړه، د مخدره توکو استعمال د کورنۍ او ټولنې اقتصاد زيانمنوي او د بې کارۍ لوی لامل هم کېږي.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت.