په بلخ پوهنتون کې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي له لوري د همدغه پوهنځي محصلانو ته «د مخدره توکو زیانونه» تر سرلیک لاندې علمي سيمينار داير شو!

ba_admin
Tue, Sep 08 2026 3:27 PM
خبر

د سیمینار په پرانیستونکې وینا کې د ادارې او عامه پالیسۍ پوهنځي رئیس نامزد پوهنيار قاري امیرګل «احمدي» د مخدره توکو د ناوړه او ویجاړوونکو اغېزو په اړه خبرې وکړې او محصلانو ته یې د دې پدیدې د مخنیوي، له نشه‌يي توکو څخه د ځوانانو ژغورنې او د سالم ژوند غوره کولو په اړه ارزښتناکې سپارښتنې وکړې.

نوموړي د ځوانانو رول د ټولنې په پرمختګ او راتلونکي جوړونه کې مهم وباله او زیاته یې کړه چې مخدره توکي نه یوازې د انسان روغتیا له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د فردي او ټولنیز ژوند، کورنیو او د ملک د پرمختګ پر وړاندې هم جدي ستونزې رامنځته کوي.

ورپسې د همدې پوهنځي ځوان کادر، نامزد پوهنيار شعیب «نوري» د سیمینار اصلي موضوع په هر اړخیز ډول تشریح کړه. نوموړي د مخدره توکو د استعمال لاملونه، روغتیايي، رواني، ټولنیز او اقتصادي زیانونه بیان کړل او محصلانو ته یې د نشه‌يي توکو د ناوړه پایلو په اړه لازم معلومات وړاندې کړل.

نوموړي ټینګار وکړ چې ځوانان د ټولنې مهمه او اغېزناکه قشر جوړوي، نو اړینه ده چې د مخدره توکو له خطرونو څخه بشپړه پوهه ولري او د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې د پوهاوي په برخه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

د سیمینار په پای کې محصلانو ته د مخدره توکو  استعمال د مخنیوي، د سالم ژوند ترویج او د ټولنې نورو وګړو د پوهاوي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.

نېټه: سې شنبې ورځ

۱۴۰۵/۶/۱۷ لمريز

د نشراتو او عامه اړيکو آمريت