په بلخ پوهنتون کې «نامزد پوهنيار» استادانو ته، د کيفيت لوړونې آمريت له لوري په (يوولس ګونو معيارونو) سرليک درې ورځنی سمينار پيل شو.
نن يکشنبه د روان ۱۴۴۷ھ ق کال د رجب المرجب مياشتې په ۲۱مه، په بلخ پوهنتون کې «نامزد پوهنيار» استادانو ته، د کيفيت لوړونې آمريت له لوري په (يوولس ګونو معيارونو) سرليک درې ورځنی سمينار پيل شو، د ياد سمينار پيل د قران عظيم الشان په څو مبارکو ايتونو سره وشو.
د سمينار په پرانيستې وينا کې د بلخ پوهنتون رئيس شيخ القران و الحديث محمد سيد «هاشمي» د سمينار ګډونوالو ته وويل، چې د ا.ا.ا په دې سختو حالتو کې تاسې ته د دغه ډول علمي سمينارونو او کنفرانسونو ترتيبات جوړوي؛ نو هيله ده چې سمه زده کړه ترې وکړئ او ښه په اخلاص هماغه زده کړه بيا تر زده کړيالانو ور ورسوئ.
د بلخ پوهنتون علمي چارو مرستيال الحاج مولوي پوهنمل محب الله «هدايت» په خپله وينا کې وويل د شکر او خوښی ځای چې په يو علمي ډګر کې سره را غونډ شوي يوو او په يو داسې سرليک بحث کېږي چې د علم او پوهې تضمين کوي.
ښاغلي مرستيال زياته کړه دا ډول علمي سمينارونه د کيفيت لوړونې آمريت مسوولين د دې لپاره پر لاره اچوي، چې د علم او پوهې اصول او په تدريسي بهير کې د يوولس ګونو معيارونو ونډې څخه استادان خبر شي.
دغه راز ښاغلي مرستيال د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې له ګډونوالو هيله وکړه، چې د سمينار تر پایه پاتي شي، او د سمينار په پای کې خپل نظریات ور سره شريک کړي.
د ويناوو برخې د خلاصېدو سره سم، د بلخ پوهنتون کيفيت لوړونې آمر پوهاند امان الله «مونس» د سمينار ګډونوالو ته د ۱۱ اصلي او ۴۰ فرعي معيارونو په تشريح پيل وکړ.
د يادونې وړ ده، چې ياد سمينار د بلخ پوهنتون علمي چارو معاونيت اړوند د غونډو په عمومي تالار کې ترتيب شوی، چې سبا او بل سبا به هم دوام ولري.
بلخ پوهنتون د اړيکو او عامه پوهاوي آمريت